د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي، د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس (سیکا) د مشرانو په اوومه غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره څلور وړاندیزونه وړاندې کړل او افغانستان یې د اسیا د امنیت نه بېلېدونکې برخه وبلله.
د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، وانګ یي د ګډ امنیت پر پیاوړتیا، اقتصادي پرمختګ، د کلتوري تبادلو پر پراختیا او د نړیوالې حکومتولۍ د نظام پر اصلاح ټینګار وکړ.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې بیجینګ د افغانستان په اړه د سیمهییزې همغږۍ د پیاوړتیا او د دغه هېواد له خلکو سره د بشري او پرمختیايي مرستو د زیاتوالي غوښتنه کوي. هغه همدارنګه د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې د دغه هېواد په خاوره کې د تاوتریخوالي د افراطي ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات وکړي.
د چین په څلورو وړاندیزونو کې د ګډې سولې او امنیت پیاوړتیا، د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا او د ترانزیټي لارو د امنیت تأمین، د کلتوري او ټولنیزو همکاریو زیاتوالی او د نړیوالو ننګونو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول پیاوړتیا شامل دي.
وانګ یي همدارنګه د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو له مخې د اختلافاتو پر حل، د هېوادونو د ملي حاکمیت پر درناوي او د ګډو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسلامي امارت څو ځله په افغانستان پورې اړوندو سیمهییزو غونډو کې د افغانستان د استازي د ګډون غوښتنه کړې او د شانګهای د همکاریو په سازمان کې یې د افغانستان پر رسمي غړیتوب ټینګار کړی دی.
#چین #افغانستان #وانګ_یي #سیکا #سیمهییزې_همکارۍ #سوله_او_ثبات








