سیمه

د یمن وسله‌والو ځواکونو په تعز کې د جبل هان ستراتیژیکه لوړه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستله

د الاخبار ورځپاڼې د راپور له مخې، د یمن وسله‌والو ځواکونو په دغه هېواد کې د روانو نښتو په دوام، د تعز ښار په لوېدیځ کې د «جبل هان» ستراتیژیکه لوړه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده؛ دا سیمه د دغه ښار پر لوېدیځې دروازې مشرفه ده.

د راپور پر بنسټ، د یمن وسله‌والو ځواکونو له څو لورو د درنو بریدونو او پرمختګ په ترڅ کې د جبل هان مورچې په نښه کړې دي. سیمه‌ییزې سرچینې ادعا کوي چې د دغو بریدونو په پایله کې د سعودي عربستان په ملاتړ جنګېدونکي وسله‌وال تسلیم شوي دي.

ځینو یمني سرچینو د تعز ښار په لوېدیځه برخه کې د زاړه هوايي ډګر په سیمه کې د یمن د وسله‌والو ځواکونو او د سعودي عربستان په ملاتړ د وسله‌والو ترمنځ د سختو نښتو د دوام خبر ورکړی دی.

دغه بدلونونه په داسې حال کې راپور کېږي چې په یمن کې د ښکېلو لورو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button