سیمه
یحیی سریع د ریاض پر هوايي ډګر د یمن د توغندیز برید خبر ورکړ
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع د دوشنبې په ماښام د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د توغندیز برید خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې یو بالستیک توغندی پر ټاکلي هدف لګېدلی دی.
نوموړي هوايي شرکتونو، کارکوونکو او مسافرو ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی چې له مکې او مدینې پرته، د سعودي عربستان هوايي حریم او هوايي ډګرونه خوندي نه دي او له دې هېواد څخه د سفر کولو ډډه وکړي.
تر اوسه د دې برید له امله د احتمالي زیانونو د کچې په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.








