د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا د چارواکو هغه ادعا په کلکه غندلې چې ګواکې ایران د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک د فرفورډ هوايي اډې په امنیتي پېښه کې لاس درلود. دغه وزارت دا ادعا د ایران ضد تبلیغاتو د پرمخ وړلو او پر ایران د امریکا او اسرائیلي رژیم په پوځي بریدونو کې د بریتانیا د ګډون له امله له ځواب ویلو څخه د تېښتې هڅه بللې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د بریتانیا حکومت نه شي کولای، له باوري شواهدو پرته د مبهمو عبارتونو په کارولو سره د خپلو تورونو له سیاسي او حقوقي مسوولیت څخه ځان خلاص کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعاوې بېبنسټه بللې او د پایلو مسوولیت یې د بریتانیا د حکومت پر غاړه اچولی دی.
دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې انډي برنهم اعلان وکړ، د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک د فرفورډ هوايي اډې پېښه، د هغه په وینا، «تقریباً په یقیني ډول» د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له لوري رهبري شوې ده.
#ایران #بریتانیا #فرفورډ_هوايي_اډه #سپاه_پاسداران








