افغانستان

په نيمروز کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي له منځه يوړل شول

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغه ولايت کې يې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي سوځولي دي.

دغه راز د نيمروز د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير زياتوي چې په دغو توکو کې شيشه، هيرويين، ترياک، چرس، ايف، رواني ګولۍ، زرګونه ليتره تيزاب او د نشه يي توکو د جوړولو مواد شامل دي.

د دوى په وينا، ياد شوي سوځول شوي توکي د شپږو مياشتو په اوږدو کې د نيمروز په ښار او يو شمېر ولسواليو کې د عملياتو او د پوليسو د پلټنې پر مهال کشف او ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او له منځه وړل د دغه حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button