د ایران سوداګریز پلاوی د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د رئیس محمود سیادت په مشرۍ، د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه پلاوي کې شاوخوا ۱۸۰ ایراني سوداګر، پانګهوال او اقتصادي فعالان شامل دي.
ټاکل شوې چې د دغه پلاوي غړي کابل ته د خپل سفر پر مهال، د امام ابوحنیفه په نندارتون کې د ګډون ترڅنګ، له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړي.








