په یوه ورځ له ۱۵۶۰ څخه د زیاتو مهاجرینو جبري ستنېدل
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ (۱ تله ۱۴۰۵) هغو مهاجرینو ته چې په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي، د ثبت، لېږد، مالي او روغتیايي مرستو او عامه پوهاوي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، په تورخم، سپین بولدک، پل ابریشم او اسلامقلعه بندرونو کې په ټولیز ډول ۳۵۴ کورنۍ، چې شمېر یې یو زر او ۵۶۰ کسانو ته رسېږي، ثبت شوې دي؛ همدارنګه ۴۸ کورنۍ چې ۲۵۱ کسان پکې شامل دي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د مالي مرستو په برخه کې له ۱۲۹ کورنیو سره په ټولیز ډول له ۹۳۲ زره افغانیو څخه ډېره مرسته شوې ده؛ همدارنګه د بېرته راستنو شویو مهاجرینو ترمنځ ۱۴۲ سیمکارتونه وېشل شوي او په بندرونو او د منلو په مرکزونو کې روغتیايي او خوراکي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په تورخم کې ۱۰۱ کورنۍ، په سپین بولدک کې ۴۱ کورنۍ، په پل ابریشم کې ۱۷۴ کورنۍ او په اسلامقلعه کې ۳۸ کورنۍ ثبت شوې دي او همدارنګه یو شمېر مهاجر کابل او د خپلې خوښې نورو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.








