افغانستان

د پاکستان د پوځي رژیم هوايي بریدونه پر خوست او کندهار؛ د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی

په خوست او کندهار کې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د پاکستان د پوځي رژیم الوتکو نن سهار، پنجشنبه (۲ تله ۱۴۰۵)، د دغو دواړو ولایتونو په ځینو برخو هوايي بریدونه کړي دي.

د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز، ویلي چې د سهار شاوخوا درې نیمې بجې د ګربز ولسوالۍ اړوند په ګلان کمپ، د خوست ښار په شاوخوا سیمو او د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو په ځینو برخو هوايي بریدونه شوي دي؛ د هغه په وینا، دغو بریدونو مرګ‌ژوبله نه ده اړولې.

په کندهار کې هم د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د ښار نهمې ناحیې یوه سیمه په نښه شوې ده؛ د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې برید په یوه شاړه ځمکه کې شوی او مرګ‌ژوبله نه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button