افغانستانسیمه

په ایران کې د افغان کډوالو له سپرلۍ د موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر ټکر؛ ۷ تنه مړه شوي

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سرباز سیمې په مربوطاتو کې د افغان کډوالو له سپرلۍ د یوه موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له امله اووه تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د «حال‌وش» بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په ورځ، ۲۷ سنبله ۱۴۰۵، رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د راهور قوماندان، سیاوش محبي، ویلي چې افغان کډوال په غیرقانوني ډول ایران ته داخل شوي وو او د کډوالو د لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي د دې پېښې لامل شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button