افغانستان

د بلخ والي له کورنیو چارو وزیر سره د امنیت او عامه خدمتونو په اړه خبرې وکړې

د بلخ ولایت مقام ویاند عطاءالله حاجي زید وایي، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا له کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني سره لیدنه او خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د بلخ د روان وضعیت، اداري او امنیتي لاسته راوړنو، امنیتي تشکیلاتو، د خلکو د هوساینې، د عامه خدمتونو د ښه والي او له علماوو سره د همغږۍ او مشورې په اړه خبرې وشوې.

همدارنګه په دې لیدنه کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د ممنوعه موادو اړوندو فعالیتونو د مخنیوي په اړه هم بحث وشو او د کورنیو چارو وزیر په دې برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button