افغانستان
په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۹ استوګنیزو ښارګوټو مالکیت د اسلامي امارت په نوم تثبیت شوی
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په تېرو څلورو کلونو کې په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۹ استوګنیزو ښارګوټو مالکیت په بشپړ یا جزوي ډول د اسلامي امارت په نوم تثبیت کړی او د هغوی د بېرته ترلاسه کولو په اړه یې پرېکړې کړې دي.
د رسولي په وینا، په دې نوملړ کې په کابل کې ۱۵، په بلخ کې ۱۰ او په ننګرهار کې اووه استوګنیز ښارګوټي شامل دي.
هغه زیاته کړې چې د لسګونو نورو استوګنیزو ښارګوټو دوسیې هم تر څېړنې لاندې دي.







