افغانستان

د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز د نږدې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (NIXA) د کورني انټرنېټي ټرافیک د مدیریت او خوندي کولو په موخه د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوی دی.

د دغه وزارت په وینا، د دې پروژې د پلي کولو لپاره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او تخنیکي تجهیزات، چې سرورونه، فایروالونه او د ټرافیک د مدیریت سیسټمونه پکې شامل دي، په دغه مرکز کې نصب شوي دي.

د مخابراتو وزارت زیاتوي چې دغه مرکز کولی شي د انټرنېټ د کیفیت او سرعت په ښه کېدو، د معلوماتو د امنیت په پیاوړتیا او له بهرنیو مسیرونو څخه د افغانستان د انټرنېټ د تړاو په کمولو کې مرسته وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button