افغانستانسیمه

اصف دراني: د افغان محصلینو، په ځانګړې توګه د نجونو، ایستل «ټکان ورکوونکي» دي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني، له پاکستان څخه د افغان محصلینو، په ځانګړې توګه د نجونو، ایستل «ټکان ورکوونکي» بللي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.

دراني ویلي چې د افغان نجونو بېرته افغانستان ته ستنول، په داسې حال کې چې هغوی له سختو شرایطو سره سره خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی، ښايي د هغوی د هیلو او تحصیلي راتلونکي د له منځه تلو لامل شي.

هغه ټینګار کړی چې په ځانګړې توګه هغه افغان محصلینو ته چې د پاکستان د حکومت په تحصیلي بورسونو کې په دغه هېواد کې زده‌کړې کوي، باید اجازه ورکړل شي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او بشپړې یې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button