افغانستان
په مزارشریف کې د روغتیايي اصولو د سرغړونې له امله د یوه تولیدي شرکت فعالیت درول شوی
د بلخ د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ریاست د نظارت او ارزونې آمریت څارونکو ټیمونو د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې له دوو تولیدي شرکتونو او یوه رستورانت څخه څارنه کړې ده.
د څارنې پر مهال د شرکتونو او رستورانت فعالیتونه، د حفظالصحې وضعیت، د خوراکي توکو کیفیت او د روغتیايي اصولو مراعاتول ارزول شوي دي.
چارواکي وايي، د یوه تولیدي شرکت فعالیت د غیرقانوني فعالیت او د روغتیايي اصولو د نه مراعاتولو له امله درول شوی او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې شوې دي.
د بلخ د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې آمریت ټینګار کړی، چې په ښار کې د خوراکي توکو د تولید او عرضه کولو له مرکزونو څخه به څارنه د خوراکي توکو د کیفیت د تأمین او د روغتیايي اصولو د مراعاتولو په موخه دوام ولري.








