نړۍ
چین د ۵۰۰ درجې سانتيګراد تودوخې کې د فعالیت وړ څلورپښو اور وژونکي روبوټ معرفي کړ
چین یو څلورپښو اور وژونکی روبوټ معرفي کړی چې کولای شي تر ۵۰۰ درجې سانتيګراد تودوخې پورې په شرایطو کې فعالیت وکړي.
دغه روبوټ د تودوخې پر وړاندې په مقاومت لرونکي زغره سمبال دی او د واقعي اور په شرایطو کې یې خپلې ازموینې په بریالیتوب سره بشپړې کړې دي.
دغه وسیله کولای شي د اور لګېدنې مرکز پیدا کړي، زهري ګازونه اندازه او ثبت کړي او په پېښه کې د بند پاتې کسانو لټون وکړي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








