افغانستان

ذبیح‌الله مجاهد: په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه کوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ ډله فعالیت نه کوي او د هېواد له خاورې د هېڅ بل هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

نوموړي له یوه کورني رسنۍ سره په خبرو کې په افغانستان کې د القاعدې د حضور په اړه راپورونه «پروپاګند» بللي او ویلي یې دي چې په هېواد کې د دغسې ډلو د حضور هېڅ ډول شواهد نه شته.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې لیکلي وو، چې القاعدې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته په افغانستان کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button