لبناني رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي جنګي الوتکو د سویلي لبنان څو ښارګوټي، چې صربین، حداثا، حاریص، النبطیه الفوقا او الخیام هم پکې شامل دي، په نښه کړي دي.
په همدې وخت کې، پرلهپسې چاودنو د میسالجبل، بنيحیان او المنصوري سیمې لړزولې دي؛ راپورونه ښيي چې المنصوري له تېرې نیمې شپې راهیسې د ۱۰ څخه د زیاتو درنو چاودنو شاهد و او د چاودنو له امله رامنځته شوې لړزه تر صور ښار پورې هم احساس شوې ده.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ اوربند لا هم له پرلهپسې سرغړونو سره مخ دی او په وروستیو ورځو کې د سویلي لبنان په سیمو کې د اسرائیلو بریدونه هم زیات شوي دي.
#لبنان #سویلي_لبنان #اسرائیل #هوايي_بریدونه #اوربند #المنصوري #سفیر_تلویزیون
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








