د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بې برخې شوې دي.
دغه بنسټ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې پر نجونو او ښځو لګېدلي د زدهکړو محدودیتونه لغوه کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې له ځنډ پرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستنې شي.








