نړۍ

ګارډین: اروپا اندېښنه لري چې روسیه په «ترکیبي جګړه» کې ترې مخکې کېږي

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې اروپايي هېوادونه اندېښمن دي چې روسیه د لوېدیځ پر وړاندې په «ترکیبي جګړه» کې د مخکې کېدو په حال کې ده؛ هغه جګړه چې سایبري بریدونه، په ټولنیزو شبکو کې فعالیت، ورانکاري، سیاسي لاسوهنه او له اقتصادي او ټولنیزو نارضایتونو څخه ګټه اخیستنه پکې شاملېږي.

د ګارډین په لیکنه، اروپايي پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې دغه وضعیت کولای شي د اروپا سیاسي یووالی کمزوری کړي او له روسیې سره د یوې اوږدمهالې جګړې پر وړاندې د ناټو د مقابلې وړتیا راکمه کړي. اروپايي پوځي پلان جوړونکو د مونیخ د امنیتي کنفرانس په کوربه‌توب په یوه غونډه کې ویلي چې اروپا په اوسنیو شرایطو کې د یوې اوږدې او فرسایشي جګړې د زغملو لپاره لازم چمتووالی نه لري.

د اروپايي چارواکو اندېښنه یوازې تر پوځي کمښتونو پورې محدوده نه ده؛ بلکې د یوې اوږدې جګړې د لګښتونو د زغملو لپاره د عامه افکارو رواني او سیاسي چمتووالی هم د اندېښنې وړ دی. له همدې امله، د ناټو ځینو پوځي پلان جوړونکو د دې ائتلاف د یوې نسبتاً لنډې جګړې لپاره پر چمتو کولو ټینګار کړی دی.

ګارډین لیکلي چې مسکو له ټولنیزو شبکو، سایبري بریدونو، مصنوعي ځیرکتیا، معلوماتي زېرمو، حیاتي زېربناوو او ورانکارو عملیاتو څخه په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې د اروپايي هېوادونو پر سیاسي فضا او عامه افکارو اغېز وکړي.

دې ورځپاڼې زیاته کړې چې روسیه یوازې د ناسمو معلوماتو پر خپرولو تکیه نه کوي، بلکې له واقعي ستونزو لکه د پېرلو د ځواک له کمېدو، ټیټو معاشونو او د اوکراین د جګړې له لګښتونو څخه د خلکو له ستړیا څخه هم ګټه اخلي.

په ځینو مهمو اروپايي هېوادونو کې له پوپولیستي او ښي‌اړخو ګوندونو څخه د ملاتړ زیاتېدو هم د امنیتي چارواکو اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی وېره لري چې په راتلونکي کال کې په پولنډ، فرانسې، ایټالیا او جرمني په څېر هېوادونو کې انتخابات به د دغو جریانونو د پیاوړتیا او د پوځي لګښتونو د زیاتولو او له اوکراین څخه د ملاتړ په اړه د عامه ملاتړ د کمېدو لامل شي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو تاجاني، ویلي چې دغه هېواد هره ورځ د سایبري بریدونو هدف ګرځي او د راتلونکي کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې احتمال له پامه نه شي غورځول کېدای. د ایټالیا د دفاع وزیر، ګوییدو کروستو، هم په ټولنیزو شبکو، سایبري برخې او حیاتي زېربناوو کې د روسیې د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی، خو ټینګار یې کړی چې په لوېدیځو ټولنو کې ټولې موجودې نارضایتۍ باید د روسیې تبلیغاتو ته منسوبې نه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button