سیمهنړۍ

د ایران پر یوه تېل‌وړونکي بېړۍ د خارګ ټاپو ته څېرمه د امریکا له لوري توغندیز برید شوی

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې ورځې (۱۴ سنبله ۱۴۰۵) سهار د ایران یوه کوچنۍ تېل‌وړونکې بېړۍ د خارګ ټاپو په شاوخوا ۶ سمندري میله کې د امریکايي ځواکونو د توغندیز برید هدف ګرځېدلې ده.

د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه تېل‌وړونکې بېړۍ د خارګ ټاپو د لنگر اچونې په سیمه کې د څلورو توغندیو په وسیله په نښه شوې ده. لومړني معلومات ښيي چې دغه بېړۍ له کوچنیو تېل‌وړونکو بېړیو څخه وه او تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

ویل شوي چې د تېل‌وړونکې بېړۍ کارکوونکي د هغې د تخلیې په حال کې دي او د اوښتو زیانونو د کچې او د دې پېښې د جزیاتو په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button