سیمهنړۍ

سپاه: د امریکا یوه د طیاره‌وړونکې بېړۍ او یوه جنګي بېړۍ مو په نښه کړې

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې اعلان وکړ چې د دغه بنسټ هوايي-فضايي ځواک په څو بالستیک توغندیو سره د امریکا د سمندري ځواکونو یوه د طیارو وړونکې بېړۍ او یوه جنګي بېړۍ په نښه کړې ده؛ د سپاه په وینا، دغو بېړیو د ایراني بېړیو په ځورولو او د سمندري محاصرې په رامنځته کولو کې رول درلود.

سپاه ادعا کړې چې دغه دواړه بېړۍ له زیانمنېدو او د بیا برید له وېرې وروسته د جګړې سیمه پرېښې ده؛ دغه بنسټ همداراز د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له لوري د عملیاتو تأیید د امریکا د «ستراتېژیکې ماتې سند» او د خپل بریدیز ځواک نښه بللې ده.

په یوه بل خبرپاڼه کې، د سپاه د عامه اړیکو ادارې اعلان وکړ چې د دغه بنسټ سمندري ځواکونو د امریکا یوه «شمپاد» (له لرې څخه د کنټرولېدونکې بېړۍ) چې غوښتل یې د هرمز تنګي خوندي شوې سیمې ته ننوځي، په نښه کړې ده.

سپاه ټینګار کړی چې د هرمز تنګی د ایران اسلامي جمهوریت تر مدیریت لاندې دی او د امریکا هر ډول دښمنانه اقدام به د ایران د وسله‌والو ځواکونو له غبرګون سره مخ شي؛ دغه بنسټ له امریکا غوښتي چې سیمه پرېږدي او خپلې شرارتونه پای ته ورسوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button