ملګرو ملتونو د نړۍ نوې نقشه تصویب کړه چې د هېوادونو مساحت په لا دقیق ډول ښيي؛ امریکا یوازینی مخالف هېواد و
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د جمعې په ورځ، د سپټمبر په ۴مه، د توګو په نوښت او د افریقايي هېوادونو په ملاتړ یوه پرېکړهلیک په ۱۶۴ موافقو رایو، یوې مخالفې رایې او ۶ ممتنعو رایو تصویب کړ. په دې پرېکړهلیک کې د «برابره ځمکه» (Equal Earth) نقشې د لا پراخې کارونې هڅونه شوې، څو د هېوادونو او لویو وچو مساحت په لا دقیق ډول وښودل شي.
امریکا یوازینی هېواد و چې له دې پرېکړهلیک سره یې مخالفت وکړ او هغه یې د «ایډیالوژیکې اجنډا» لرونکی وباله او ویې ویل چې دا کار د سولې او نړیوالو اړیکو له اساسي موضوعاتو څخه پام اړوي.
نوې پرېکړهلیک د «مرکېټر» نقشې په اړه له نیوکو سره تړاو لري؛ هغه نقشه چې په ۱۵۶۹ کال کې د سمندري تګ راتګ لپاره جوړه شوې وه او د ځمکې د سطحې د ښودلو له امله د قطبونو ته نږدې سیمې له خپل واقعي اندازې څخه ډېرې لویې ښيي. په دې نقشه کې ګرینلنډ نږدې د افریقا په اندازه ښکاري، په داسې حال کې چې د افریقا مساحت شاوخوا ۱۴ برابره زیات دی.
افریقايي هېوادونه وایي چې دغه انځوریز تحریف د افریقا د واقعي موقعیت او اندازې په اړه ناسم تصور رامنځته کوي؛ د «برابره ځمکه» نقشه هڅه کوي چې د لویو وچو نسبي مساحت په لا دقیق ډول وښيي.
دغه پرېکړهلیک الزامي نه دی او د «مرکېټر» نقشې کارول، په ځانګړې توګه په سمندري او هوايي تګ راتګ کې، نه منع کېږي؛ بلکې هېوادونه، ښوونیز بنسټونه، نړیوال سازمانونه او د ټکنالوژۍ شرکتونه هڅول شوي چې له هغو نقشو څخه کار واخلي چې د نړۍ د سیمو واقعي مساحت په لا دقیق ډول ښيي.







