سیمهنړۍ

د سره صلیب په منځګړیتوب پنځه لبناني وګړي له اشغال شوې فلسطیني خاورې لبنان ته ولېږدول شول

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې د ښکېلو لورو په غوښتنه یې د پنځو لبناني وګړو له اسرائیلو څخه لبنان ته د لېږد بهیر اسانه کړی دی؛ څلور کسان نن او پنځم کس پرون لېږدول شوی دی.

دې ادارې ټینګار کړی چې په دغه بهیر کې یې رول یوازې بشري و او د یوه بې‌طرفه منځګړي په توګه یې فعالیت کړی دی.

د لبنان ولسمشر هم د سره صلیب نړیوالې کمېټې له هڅو څخه د اشغال شوې فلسطیني خاورې څخه د نیول شویو کسانو د لومړۍ ډلې د خوشې کولو او بېرته ستنولو په برخه کې مننه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button