نړۍ
دوه کارګر د نیپال د اوبو برېښناکوټ له تونله تر ۹ ورځو وروسته ژوندي وایستل شول
هغه دوه کارګر چې د نیپال د یوه اوبو برېښناکوټ په تونل کې د یوې پېښې له امله بند پاتې وو، تر ۹ ورځو وروسته ژوندي وژغورل شول او د درملنې لپاره د کتمندو یوه پوځي روغتون ته ولېږدول شول.
د نیپال د طبیعي پېښو د مدیریت چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد کې د مرګژوبلې اوښتو سیلابونو له امله د قربانیانو شمېر یو زر او ۲۸۷ تنو ته رسېدلی او ۵ زره او ۸۳ کسان لا هم ورک دي.
دغه سیلابونه د نیپال او چین په سرحدي سیمه کې د یخ او ډبرو له پراخ ښوېدنې وروسته پیل شوي او استوګنیزو سیمو، سړکونو او زیربناوو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري او د ورک شویو کسانو د لوړې شمېرې له امله د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره شته.
#نیپال #سیلابونه #ژغورنه #اوبو_برېښناکوټ #کتمنډو #طبیعي_پېښې #سفیر_تلویزیون
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








