د بولیویا په پوځي اډه کې زورورې چاودنې؛ له ۱۰ تر ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي
د جمعې په ورځ د بولیویا د اداري پلازمېنې لاپاز په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې، د ویاچا سیمې په یوه پوځي اډه کې چاودنې وشوې؛ دغه برخه د اورلوبو د موادو د ساتلو لپاره کارول کېده.
روغتیايي چارواکو او ځايي پولیسو ویلي چې د دغو چاودنو له امله له ۱۰ تر ۱۵ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ټپیان شوي دي؛ ۱۴ ټپیان، چې یوه نجلۍ هم پکې شامله ده او د درېیمې درجې سوځېدنې لري، د لاپاز روغتونونو ته انتقال شوي دي.
پولیس وايي چې په دې اډه کې د اورلوبو مواد ساتل کېدل، خو د چاودنو اصلي لامل لا هم نه دی معلوم شوی. په دې اړه څېړنې روانې دي او اووه کسان لا هم لادرکه دي.
د اور وژنې ځواکونو خبرداری ورکړی چې لا هم په سیمه کې د تودوخې یوه سرچینه پاتې ده او د بلې چاودنې احتمال شته؛ له سیمې له اوسېدونکو هم غوښتل شوي چې لږ تر لږه ۱۵۰ متره له پوځي اډې څخه واټن وساتي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








