ایهاب حماده، د لبنان په پارلمان کې د «مقاومت ته د وفادارۍ» ډلې لوړپوړي استازي، د اسرائیلو د رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې چې ګواکې د دغه رژیم پوځ د لبنان په جنوب کې د علي الطاهر پر لوړو سیمو کنټرول ترلاسه کړی دی، او دا ادعا یې له باوري شواهدو پرته بللې ده.
حماده وویل: د اسرائیلو رژیم څنګه ادعا کولی شي چې پر دغو لوړو سیمو کنټرول لري، په داسې حال کې چې لا هم خپل پرلهپسې بریدونه او بمبارۍ روانې ساتي؟
د حزبالله دغه استازي ټینګار وکړ چې اسرائیلو رژیم تر اوسه د علي الطاهر پر لوړو سیمو د خپل کنټرول د ثابتولو لپاره هېڅ انځور یا سند نه دی وړاندې کړی او د مقاومت ځواکونو د وژل کېدو یا د هغوی د تېښتې په اړه هم هېڅ سند په لاس کې نه لري.








