افغانستان

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د باران او سیلابونو احتمال شته

د ترانسپورت او ملکی هوايی چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن او سبا (د غبرگولی په درېیمه او څلورمه) د بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشیر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنگان، بلخ، میدان وردک، بامیان، سرپل، دایکندی، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور به د اورښتونه شاهد وي.

د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې له ١٥ تر ٥٠ ملي مترو پورې د اورښت اټکل کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې په هېواد کې د سختو سيلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button