د پولیټیکو خبري ویب پاڼې د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سي آی اې مشر جان راټکلیف مسکو ته د یوه پټ او نا اعلان شوي سفر په جریان کې له روسي چارواکو سره د څو امنیتي او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، راټکلیف له روسي چارواکو څخه غوښتي چې د ناټو غړو هیوادونو، په ځانګړې توګه د بالتیک هیوادونو سره د تاوتریخوالي له زیاتولو څخه ډډه وکړي.
هغه دا هم هڅه کړې چې روسیه قانع کړي چې د ایران لپاره پوځي او اقتصادي ملاتړ کم کړي او تهران ته د روسیې د وسلو او دفاعي ټیکنالوژیو د لیږد کمولو یا بندولو غوښتنه کړې ده.
پولیټیکو زیاته کړه چې د سي آی اې مشر مسکو ته مشوره ورکړې چې که روسیه د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو د بندیزونو څخه اغیزمنه شي نو له “زیات غبرګون” څخه ډډه وکړي.
#امریکا #روسیه #ایران #مسکو #سي آی اې #ناټو #سفیر_ټی وی








