د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له یوه کورني رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست ناکام او نامعقول بللی او ویلي یې دي چې کابل د خبرو اترو او د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو غوښتونکی دی؛ خو د نوموړي په وینا، اسلاماباد د دغه بهیر د پرمختګ مخه نیسي.
متقي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د حضور او فعالیت په اړه د پاکستان تورونه رد کړي او له اسلاماباد څخه یې غوښتي چې د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونو کې بیا کتنه وکړي؛ هغه د افغانستان تاریخي تجربې ته په اشارې ویلي چې هېڅ لوري نه دي توانېدلي د زور له لارې خپله اراده پر افغانانو وتپي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې له بېلابېلو هېوادونو سره د حکومت ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې شوې دي او اوس مهال په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان شاوخوا ۴۰ ډیپلوماتیکې استازولۍ د اسلامي امارت په واک کې دي.
هغه له امریکا سره د اړیکو په اړه هم ویلي چې د دوحې له تړون وروسته د دغه هېواد اقداماتو اسلامي امارت ته جدي ستونزې نه دي جوړې کړې او کابل له واشنګټن سره د مثبتو اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی؛ متقي د امریکايي ځواکونو پاتې تجهیزات د افغانستان ملکیت بللي او ویلي یې دي چې له دغو تجهیزاتو څخه د هېواد د دفاع لپاره ګټه اخیستل کېږي.
متقي د ښځو د وضعیت په اړه ویلي چې د ښځو زدهکړه جرم نه دی، خو په کابینه کې د ښځو نه شتون د حکومت د سیاست یوه برخه ده؛ هغه ټینګار کړی چې دا په دې معنا نه ده چې د ښځو غږ له پامه غورځول کېږي او یا له روغتیايي خدمتونو او نورو اسانتیاوو څخه بېبرخې کېږي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې عمومي عفوه لا هم پر خپل ځای ده او د حکومت دروازې د ټولو پر مخ پرانیستې دي؛ هغه د وسلهوالو مخالفو ډلو فعالیتونه پر ټولنیزو رسنیو محدود بللي او ویلي یې دي چې دغه ډلې په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.
نوموړي په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه د ځینو سیمهییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجکستان اندېښنې بېاساسه بللې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې پر وړاندې مبارزه د سیمې د هېوادونو همکارۍ او ګډو اقداماتو ته اړتیا لري








