په پاکستان کې د قزاقستان سفیر، یرکین توکوموف، د اسلاماباد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ له مشر، معینالحق، سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا او د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.
په اسلاماباد کې د قزاقستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د ترانسپورټي او لوژستیکي اړیکو پر پیاوړتیا، د ترانزیټي پروژو پر پلي کولو او د افغانستان پر روانو حالاتو هم د نظر تبادله کړې ده.
همدارنګه، دواړو خواوو د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د څېړنیزو همکاریو پر پراختیا، د ګډو څېړنو پر ترسره کولو او د کارپوهانو ترمنځ د خبرو اترو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.







