افغانستاننړۍ

جرمني په ۲۰۲۶ میلادي کال کې ۲۱۹ افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي

د جرمني حکومت د دغه هېواد د پارلمان د استازو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ټولټال ۲۱۹ افغان وګړي افغانستان ته شړل شوي دي. دغه شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ تنه و.

 دغه شمېرې په داسې حال کې خپرې شوې دي، چې د جرمني د چپ ګوند یو شمېر استازو د افغان وګړو د ایستلو د بهیر پر پراختیا نیوکه کړې ده؛ په دې کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د جرمونو د ترسره کولو له امله محکوم شوي نه دي.

 د جرمني حکومت په ځواب کې ویلي، چې د افغانانو د سفر اسنادو د برابرولو لپاره د ایالتي حکومتونو له ۴۸۸ غوښتنو څخه ۲۶۷ یې د هغو کسانو په اړه وې چې جزايي محکومیت یې نه درلود؛ خو حکومت زیاته کړې، چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ټول ایستل شوي کسان تر دې مخکې د جزايي موضوعاتو له امله د پولیسو تر څارنې لاندې راغلي وو.

د آلمان حکومت همداراز تایید کړې چې د اسلامي امارت له لوري ور استول شوي دوه قونسلګرۍ کارکوونکي یې د ډیپلوماتیکو او قونسلګریزو اړیکو په برخه کې د ویانا کنوانسیونونو له مخې منلي دي؛ یو تن ته د ډیپلوماتیکو اړیکو او بل ته د قونسلګریزو اړیکو کنوانسیون پر بنسټ اعتبارلیک ورکړل شوی دی.

 د آلمان د حکومت د ځواب له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه د ۳۳۷ افغان وګړو د ایستلو وروستۍ پرېکړې شوې دي، چې له دې ډلې یې ۱۷۲ تنه د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې لا هم په آلمان کې وو او ۱۶۵ نور د اړوندو شمېرو له مخې له دغه هېواده وتلي کسان ثبت شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button