نړۍ
تصویري ټولګه: | د طبیعي منظرو د عکاسۍ د شپږم پړاو ګټونکي اعلان شول
د طبیعي منظرو د عکاسۍ شپږم پړاو سیالۍ، چې په عکاسۍ کې پر واقعپالنې او اصالت ټینګار کوي، خپل ګټونکي اعلان کړل؛ د دې سیالۍ په قوانینو کې د مولدې مصنوعي ځیرکتیا کارول او انځورونو ته د نویو عناصرو زیاتول منع شوي او ډیجیټلي عکسونه باید د RAW فایل ولري.
په دې پړاو کې د ۵۲ هېوادونو د ۱،۰۸۶ عکاسانو له لوري ۱۱ زره او ۹۲۹ عکسونه ګډون کړي وو، چې له ډلې یې ۲ زره او ۵۵۸ عکسونه وروستي پړاو ته لار وموندله.
«لوکاس فورلان» د یخ، غرونو او طبیعي منظرو له انځورونو څخه د یوې ټولګې په وړاندې کولو سره د دې سیالۍ د «کال عکاس» لقب ترلاسه کړ.
#عکاسي #طبیعي_مناظر #د_عکاسۍ_سیالي #لوکاس_فورلان #هنر #د_طبیعت_عکاسي







