نړۍ
پنتاګون غواړي زغروال موټر او بېپیلوټه سمندري کښتۍ په مصنوعي ځیرکتیا سمبالې کړي
د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د جګړې وزارت (پنتاګون) په پام کې لري چې خپل زغروال موټرونه او بېپیلوټه سمندري کښتۍ د مصنوعي ځیرکتیا په هغو سیستمونو سمبال کړي، چې په اتومات ډول د هدفونو د پېژندلو وړتیا لري.
د راپور پر بنسټ، پنتاګون د امریکا د پوځ په بېلابېلو څانګو او استخباراتي ادارو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو اړوند ۱۰ پروژې ارزوي، چې تمرکز یې د هدفونو پر اتومات پېژندلو دی.
په دې پروګرام کې ټاکل شوې چې د پیاده ځواکونو د جګړهییزو نویو نسل موټرونه (XM30) د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو حسګرو په وسیله سمبال شي؛ همدارنګه د امریکا سمندري ځواک هم په خپلو بېپیلوټه سمندري کښتیو کې د هدفونو د اتومات پېژندلو ټکنالوژي کاروي








