د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت مرستیال مولوي شهابالدین ثاقب، ترکیې ته د سفر پر مهال د استانبول د حلال نړیوال کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په موخه، د «اصل ګروپ» شرکتونو د ډلې له مشر او د دغه نندارتون له مسوول یونس اته سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو لپاره د زمینې پر برابرولو خبرې وکړې.
یونس اته په دې لیدنه کې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا او د ګډ افغان ـ ترکي نندارتون د جوړولو په موخه دغه هېواد ته د سفر لپاره چمتووالی ښودلی دی.
دواړو لورو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د محصولاتو د ورپېژندنې د پروګرامونو د ترسره کېدو پر تعقیب ټینګار وکړ.








