د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۲۹۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، له خوشې شویو کسانو څخه ۳۲ تنه د سپین بولدک فرضي کرښې او ۲۶۳ تنه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کسان د لېږد رالېږد په آمریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو له لوري د مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.








