افغانستانسیمه

په ۲۰۲۶ کال کې له ایران او پاکستان څخه د څه باندې ۱.۴ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدل

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د نومبر تر اوومې نېټې پورې، یو میلیون او ۴۰۹ زره او ۵۸۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي؛ چې له دې ډلې ۶۸۱ زره او ۱۰۰ تنه له ایران او ۷۲۷ زره تنه له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې ډېری بېرته راستنېدونکي په محدودو امکاناتو افغانستان ته راځي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

 دغه بنسټ د خپلو همکارانو په همغږۍ بېړنۍ مرستې او د ساتنې خدمتونه وړاندې کوي؛ خو ټینګار کوي چې بېرته راستنېدونکې کورنۍ د خپل ژوند د بېرته جوړولو او په ټولنه کې د بیا مدغم کېدو لپاره دوامدار ملاتړ، د کار او عاید فرصتونو او مناسب سرپناه ته اړتیا لري

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button