افغانستان

په هرات کې د ۷ میلیونه افغانیو په پانګونې د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو د تولید فارم پرانیستل شو

د هرات ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې د «ادیاک» په نوم د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو د تولید یو فارم د ۷ میلیونه افغانیو په پانګونې د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې پرانیستل شو.

 دغه فارم شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه کې فعالیت کوي او په کې اجدادي چرګان، مور چرګان او پولټ (ځوانې چرګې) روزل کېږي. د ځايي چارواکو په وینا، د دغه فارم د فعالیت له پیل سره ۶۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

 د دغه فارم د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو په تولید کې پر ځان بسیا کېدل، پر وارداتو د تکیې کمول او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول بلل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button