افغانستان
په کاپیسا کې د ناچاودو توکو چاودنه؛ یو زدهکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ په یوه مدرسه کې د تېرو جګړو د پاتې ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو زدهکوونکی وژل شوی او دوه نور زدهکوونکي ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، له ټپیانو څخه یو زدهکوونکی روغتون ته تر لېږدولو وروسته د ټپونو د ژورتیا له امله ساه ورکړې ده.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، چې دغه مدرسه په هغه سیمه کې موقعیت لري چې په تېرو کلونو کې د پوځي فعالیتونو شاهد وه او لا هم په دې سیمه کې دناچاودو توکو د شتون احتمال شته








