په شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پتن د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین او د سولې او پرېکړو نیولو په بهیرونو کې د هغوی پر ګډون ټینګار کړی دی.
پتن د هسپانیې په مادرید ښار کې د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو او نجونو د عدالت او ملاتړ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
نوموړې د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند له ۲۶۴ فرمانونو څخه ۱۶۶ یې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې همدارنګه د افغانستان لپاره د خپلواک څېړنیز میکانیزم د فعالیتونو د دوام په موخه د اړینو مالي سرچینو پر برابرولو او د افغان ښځو لپاره د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.
د پتن په وینا، په پرېکړو نیولو کې د ښځو ګډون او د عدالت تأمین په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو له مهمو عواملو څخه دي.








