سیمهنړۍ

ټرمپ ایران ته د نوي میلادي کال له پیل وروسته د پوځي بریدونو د بیا پیل ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې، که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو لېوالتیا لري چې د نوي میلادي کال له پیل وروسته پر دغه هېواد خپل پوځي بریدونه بېرته پیل کړي.

 ټرمپ ویلي، د واشنګټن او تهران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې لا هم روانې دي، خو تر اوسه یې کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې. هغه ایراني مذاکره کوونکي د وخت په ضایع کولو تورن کړي او ویلي یې دي چې هغوی پرله‌پسې خبرې کوي، خو د ده په وینا، د پایلې ترلاسه کولو څخه ډډه کوي.

 د امریکا ولسمشر همداراز د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ په تړاو دغه هېواد ته ګواښ کړی او ویلي یې دي، که ایراني بېړۍ د دې کلابندۍ د ماتولو هڅه وکړي، په نښه او ډوبې به شي.

 دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ دوام لري او د هوکړې ته رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم له ننګونو سره مخ دي.

 

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button