افغانستاننړۍ

نړیوال بانک: افغانستان د ډیجیټلي زېربناوو او برېښنايي مالي خدمتونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی

 نړیوال بانک په منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان کې د ۲۱ هېوادونو د عامه ډیجیټلي زېربناوو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان د ډیجیټلي پېژندپاڼې، برېښنايي تادیاتو او معلوماتو د تبادلې په برخو کې له جدي کمښتونو او ستونزو سره مخ دی.

 د دغه راپور له مخې، له ۲۱ څېړل شویو هېوادونو څخه یوازې ۱۲ یې د چټک تادیاتي سیستمونه لري؛ خو افغانستان، سوریه، لبنان او یمن د جګړو او بې‌ثباتۍ له امله د ډیجیټلي زېربناوو له کمزورتیا او زیانونو سره مخ دي.

 نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت مالي خدمتونو، سوداګریزو فرصتونو او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی او د ډیجیټلي امکاناتو د اغېزمنې ګټې اخیستنې مخه یې نیولې ده

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button