افغانستان
د زړه په سوري اخته دوه ماشومان د درملنې لپاره هند ته ولېږدول شول
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې له هند سره د شوې هوکړې په چوکاټ کې او د زړه په سوري د اخته ماشومانو د دویمې ډلې د لېږلو په لومړي پړاو کې، دوه هغه ماشومان چې درملنه یې په هېواد کې ممکنه نه وه، د درملنې لپاره هند ته ولېږدول شول.
د دې ادارې په وینا، تر دې وړاندې هم د زړه په سوري یو شمېر اخته ماشومان د درملنې لپاره هند ته لېږل شوي وو، چې د درملنې بهیر تر بشپړېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د دغو ماشومانو د درملنې ټول لګښت د هند حکومت ورکوي؛ خو هغه ماشومان چې درملنه یې په افغانستان کې ممکنه وي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په روغتون کې په وړیا توګه تداوي کېږي.








