د قزاقستان د کرنې وزارت اعلان کړی چې افغانستان ته د دغه هېواد د غنمو صادرات ۱.۶ برابره زیات شوي او ۶۳۲ زره ټنو ته رسېدلي دي.
د قزاقستان د کرنې وزیر آیداربیک ساپاروف د جمعې په ورځ (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲۹مه) ویلي، چې ازبکستان ته د دغه هېواد د غنمو صادرات هم ۸.۸ سلنه زیات شوي او یو میلیون او ۳۹۰ زره ټنو ته رسېدلي دي. همدارنګه تاجکستان ته صادرات ۹.۶ سلنه زیات شوي او ۴۱۷ زره ټنو ته رسېدلي، او چین ته صادرات بیا ۱.۸ برابره زیات شوي او ۴۳۶ زره ټنو ته لوړ شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، د روان کال په اوږدو کې د قزاقستان د غنمو او اوړو ټول صادرات شاوخوا ۱۶ میلیون ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې په تېر فصل کې دغه کچه ۱۵.۳ میلیون ټنه وه.
همدارنګه د سپټمبر له میاشتې څخه د نومبر تر لسمې نېټې پورې ۳ میلیون او ۲۸۰ زره ټنه غنم صادر شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷.۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د قزاقستان د کرنې وزیر ویلي، چې دغه هېواد هڅه کوي په خپلو دودیزو بازارونو کې خپل ځای لا پیاوړی کړي او د صادراتو لپاره نوې لارې هم پرانیزي؛ افغانستان د قزاقستان د غنمو او اوړو له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېږي








