افغانستان

په کندز او بدخشان کې ۱۱۳ کیلوګرامه مخدره توکي نیول شوي

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دوو جلا پیښو کې، د کندز له علي آباد او ارګوي ولسوالیو څخه ۱۱۳ کیلوګرامه مخدره توکي نیول شوي دي.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ځواکونو لخوا د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې ۷۴ کیلوګرامه مخدره توکي او د بدخشان په ارګوي ولسوالۍ کې ۳۹ کیلوګرامه نور مخدره توکي کشف شوي دي.

د دې پیښو په تړاو، څلور کسان هم د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي او د دوی د دوسیو له بشپړولو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

#افغانستان #کندوز #بدخشان #مخدره توکي #د_مخدره توکو_سره_جګړه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button