افغانستانسپورت

د المپیک نړیوالې کمېټې له هېواده بهر د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مشرتابه تایید کړه

د المپیک نړیوالې کمېټې اعلان کړی، چې د دې ادارې د ۲۰۲۲ کال پرېکړه لا هم پر خپل ځای ده او حفیظ‌الله ولي رحیمي او یونس پوپلزي په ترتیب سره د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د رییس او عمومي منشي په توګه د دې ادارې له لوري تایید شوي دي.

دغې کمېټې او د اسیا د المپیک شورا د افغان ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیز د المپیک له اصولو او منشور سره په ټکر کې بللی او ویلي یې دي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په دې اړه د اسلامي امارت د ورزشي چارواکو سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

په دې توګه، د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مشرتابه او په ورزش کې د ښځو د ګډون پر سر اختلافونه لا هم د هېواد د ورزش په نړیواله کچه له هغو ناحل شویو ستونزو څخه دي.

#افغانستان #المپیک #ورزش #ښځینه_ورزشکارانې #د_المپیک_نړیواله_کمېټه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button