سیمه
عراقچي: ایران د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره هېڅ ډول دښمني نه لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي چې تهران د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره هېڅ ډول دښمني نه لري او د قطر او عمان مثبت رول ته درناوی لري.
نوموړي زیاته کړې چې له سعودي عربستان سره خبرې اترې روانې دي او د ایران موخه د نویو سیمهییزو امنیتي ترتیباتو رامنځته کول دي، چې د سیمې هېوادونه پکې په مستقیم ډول ګډون ولري او د بهرنیو هېوادونو پوځي حضور پکې نه وي.
#ایران #عراقچي #د_خلیج_همکارۍ_شورا #قطر #عمان #سعودي_عربستان #سیمهییز_امنیت








