د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د آیوا ایالت په ډوبیوک ښار کې یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې کولای یې شول د افغانستان جګړه په درېیو اوونیو کې وګټي.
ټرمپ د افغانستان او ویتنام په جګړو کې د سلګونو زرو کسانو وژل کېدو ته په اشارې، د امریکا پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «موږ د جګړې لپاره نه جنګېږو، بلکې د داسې پایلې ترلاسه کولو لپاره جنګېږو چې دواړو خواوو ته یو شان وي؛ زه نه پوهېږم چې موږ څه کوو.»
نوموړي تر دې وړاندې هم څو ځله د امریکا پر پخواني ولسمشر، جو بایډن، نیوکې کړې وې او له افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو وتل د شرم وړ بللي وو.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د یو شمېر شنونکو په باور، امریکا په افغانستان کې له شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته ونه توانېده، چې خپلو موخو ته ورسېږي.
#افغانستان #امریکا #ډونالډ_ټرمپ #د_افغانستان_جګړه #ویتنام #جو_بایډن








