نړۍ

کېټي زکریا له ګومارنې یوازې پنځه ورځې وروسته د سپینې ماڼۍ د ویاندې له دندې ګوښه شوه

راپورونه ښيي چې د سپینې ماڼۍ نوې ګومارل شوې ویانده، کېټي زکریا، له ګومارنې یوازې پنځه ورځې وروسته له خپلې دندې ګوښه شوې ده.

د نوموړې ګوښه کېدل په سپینه ماڼۍ کې د هغې له لومړي خبري کنفرانس وروسته ترسره شول؛ هغه کنفرانس چې خبریالانو ته د نوموړې د ځواب ویلو د څرنګوالي په اړه له نیوکو سره مل و.

زکریا د خپلې حقوقي مخینې په اړه د پوښتنو په ځواب کې هم تایید کړه چې د وکالت په ازموینه کې بریالۍ شوې نه ده؛ دې موضوع هم پر نوموړې نیوکې زیاتې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې زکریا ته یې سپارښتنه کړې وه چې په دې دنده کې د خپل کار د دوام په اړه له سره غور وکړي.

#امریکا #سپینه_ماڼۍ #ډونالډ_ټرمپ #کېټي_زکریا

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button