نړۍ

ټرمپ د روسیې او ایران د بندیزونو په قانون کې د ځینو تعرفو او محدودیتونو پلي کېدل وځنډول

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو سره د «روسیې او ایران د بندیزونو» په نوم قانون کې د ځینو بندیزونو، محدودیتونو او تعرفو پلي کېدل ځنډولي دي؛ دغه پرېکړه د نویو مقرراتو د پلي کېدو له ټاکلې نېټې دوه ورځې مخکې شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، ټرمپ دغه معافیتونه د امریکا د ملي ګټو په چوکاټ کې بللي او د خپلې پرېکړې اړوند سند یې کانګرېس ته سپارلی دی.

دغه قانون، چې د لېنډسي ګراهام په نوم هم پېژندل کېږي، پر هغو هېوادونو د لوړو تعرفو لګول په پام کې نیسي چې له روسیې څخه د تېلو او ګازو پېرلو ته دوام ورکوي یا د مسکو د بندیزونو په تېریستلو کې رول لري.

د نوي فرمان له مخې، ځینې وړاندوینه شوې تعرفې له معافیت سره مخ شوې دي؛ په دې کې پر روسي توکو ۵۰۰ سلنه تعرفه او له روسیې څخه د تېلو او ګازو د ځینو سترو پېرودونکو او هغو هېوادونو پر وارداتو ۱۰۰ سلنه تعرفه هم شامله ده چې د بندیزونو په تېریستلو کې پر مرستې تورن دي.

سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې دغه پرېکړه د هغو پخوانیو بندیزونو د لغوه کېدو په معنا نه ده چې د نورو اجرائیوي فرمانونو له مخې پر روسیې لګول شوي دي. دغه معافیتونه به تر هغه وخته اعتبار ولري چې د امریکا ولسمشر یا مسوول چارواکي یې دوام مناسب وبولي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوې چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د روسیې د ډیزل تېلو د برابرولو په اړه وروستی تړون د یو شمېر جمهوري‌پالو او ډیموکراتو سناتورانو له مخالفت سره مخ شوی دی. هغوی د بندیزونو د قانون د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button