نړۍ
د ایټالیا په څو ښارونو کې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې
راپورونه ښيي چې د ایټالیا په څو ښارونو کې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې دي. زرګونه زدهکوونکي او د پوهنتون محصلین د حکومت د ښوونیزو تګلارو پر ضد سړکونو ته راوتلي او د ښوونځیو لپاره د بودیجې د زیاتوالي، د ښوونیزو اسانتیاوو د نوي کولو او د ښوونکو د کمښت د ستونزې د حل غوښتنه یې کړې ده.
د بولونیا په ښار کې پولیسو هغه لاریونوال چې غوښتل یې د اورګاډي تمځای ته ورننوځي، په باتومونو وهلي او شاته یې تمبولي دي.
په تورین ښار کې لاریونوالو د پولیسو پر افسرانو ډبرې او بوتلونه ورغورځولي دي؛ امنیتي ځواکونو هم په غبرګون کې د اوبو شیندونکو موټرو او اوښکې بهوونکي ګاز کارولی دی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








